له کابل بانک څخه د پور اخستونکيو شمېر ٢٠٠ تنو ته رسېږي
سلام خان سلام خان

له کابل بانک څخه د ځينو پور اخيستونکو نومونه په ډاګه شول،د افغانستان بانک مشر د يو شمېر هغو کسانو نومونه په ډاګه کړل، چې له کابل بانک څخه د ناقانونه پورونو په تر لاسه کولو تورن دي او ويې ويل، چې خپل ژوند ته د خطر په منلو سره يې د کابل بانک د ستونزې د حل لپاره اقدام کړى دى.دا څرګندونې د افغانستان بانک عمومي مشر عبدالقدير فطرت د غوايي په ٧ مه د ولسي جرګې په هغې غونډه کې وکړې، چې دى او د کابل بانک چارواکي د کابل بانک د موضوع په اړه د وضاحت ورکولو په موخه وربلل شوي وو،تېر کال د وږي په مياشت کې د کابل بانک، چې يو خصوصى بانک دى، په اړه د سلګونو ميليونه ډالرو د تاوان راپورونه خپاره شول،وروسته بيا د دغه بانک دوه مشران او ستر سهم لرونکي (شېرخان فرنود او خليل الله فيروزي) له دندو ګوښه او چارې يې د افغانستان بانک تر  کنټرول لاندې راوستل شوې.خو څو ورځې مخکې د افغانستان بانک اعلان وکړ، چې د دغه بانک يوه برخه د ماليې وزارت د خزاينو رياست ته سپارل شوې او بله برخه يې تر تصفيې لاندې ده

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د نوي کابل بانک مشر مسعود غازي وويل، چې شېرخان فرنود ٥٠٤ ميليونه امريکايي ډالر، خليل الله فروزي ٦٦،٩ ميليونه ډالر، محمد حسين فهيم ٧٨ ميليونه ډالر، محمود کرزي ٢٢ ميليونه ډالر، ګلبهار حبيبي ٣٩،٧ ميليونه ډالر، عبدالغفار داوي ٣٧ ميليونه ډالر، د هېوادوال د شرکت مشر حاجى محمد ابراهيم ٩ ميليونه ډالر، صوفى نثار ١٤ ميليونه ډالر او طاهر ظاهر ١١ ميليونه امريکايي ډالر پور اخيستى دى

ده وويل، چې له يادو پورونو څخه يواځې ٤٩ ميليونه امريکايي ډالر تر لاسه شوي او د ٤٥٠ ميليونه ډالرو تضمين ترلاسه شوى دى،غازي وويل، چې د مالي منازعاتو د حل د کمېسيون له خوا په ترتيب شوي نوملړ کې، چې له دغه بانک څخه يې پورونه اخيستي، شرکتونه او سياسي شخصيتونه شامل دي، چې د تصفيې لړۍ يې روانه ده.نوموړي د يادو کسانو او شرکتونو نومونه ياد نه کړل او ويې ويل، چې له کابل بانک څخه د پور اخستونکيو شمېر ٢٠٠ تنو ته رسېږي،

فطرت د ولسي جرګې په ياده ناسته کې وويل، چې تېر کال د وږې په مياشت کې د امريکا د سفارت د يوې استخباراتي ډلې له خوا ورته راپور ورسېد، چې د کابل بانک سهم لرونکيو په دوبۍ کې ملکيتونه اخيستي دي.

دى وايي، په دغه راپور کې دا هم راغلي و، چې د کابل بانک سهم لرونکيو په افغانستان کې په پاميرهوايي، ګاز ګروپ، کابل نفت او ذخيره شرکتونو او د ګلبهار سنټر او ګلبهار ټاورز په سوداګريزو مرکزونو کې هم پانګونې کړې دي،د ده په وينا، د دغه راپور له تر لاسه کولو سره سم يې د دې لپاره، چې د خلکو له امانتونو څخه ناسمه ګټه پورته نه شي، د کابل بانک مشران له دندې ګوښه او دغه بانک يې د افغانستان بانک تر کنټرول لاندې راووست،فطرت په داسې حالې کې، چې ويل يې، دى د کابل بانک د ستونزې د حل په برخه کې له يوې سترې خطرناکې ډلې سره مخ دى او زياته يې کړه:  ما د خپل ځان په خطر سره د دې ډلې پر وړاندې اقدام وکړد سرچينې د څرګندونو له مخې، د کابل بانک سهم لرونکي، شېرخان فرنود، خليل الله فيروزي، محمد حسين فهيم، محمود کرزى، ګلبهار حبيبي، عبدالغفار داوى، حاجي محمد ابراهيم، صوفى نثار، طاهر ظاهر، داوود نسيم او داسې نور تورن دي، چې د هېواد د بانکدارۍ د قانون د ٣٤مې مادې خلاف يې په کابل بانک کې د خلکو له امانتونو څخه ناسمه ګټه پورته کړې او پورونه يې اخيستي دي.

هغه زياته کړه، چې ده په دې برخه کې د تورنو کسانو د محاکمې لپاره د علني محاکمې او د هغوى د ملکيتونو د ضبط لپاره د ځانګړې محکمې غوښتنه کړې ده،فطرت د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې د يادو کسانو له ډلې څخه ډېرو يې له کابل بانک څخه د پور په اخيستو اعتراف کړى او د يادو کسانو له ډلې د ځينو شتمنۍ کنګل شوې او له هېواد څخه پر وتلو يې هم بنديز لګول شوى دى.ده د هغو ټولو نومونه ياد نه کړل، خو ويې ويل، چې پر شېرخان فرنود او خليل الله فيروزى له هېواد څخه پر وتو بنديز لګول شوى او تر څارنې لاندې دي

په نننۍ ناسته کې يو شمېر وکيلانو ټينګار کاوه، چې د ټولو هغو کسانو نومونه دې څرګند شي، چې له ياد بانک څخه يې پورونه اخيستي دي،په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکريې بارکزۍ وويل، چې له کابل بانګ څخه د پور اخيستونکيو شمېره ٢٠٠تنو ته رسي، چې ١٠٣ يي د ولسي جرګې غړي او يو شمېر يې د کابينې غړي دي.

نوموړې ټينګار وکړ، چې د يادو ټولو کسانو نومونه بايد څرګند شي،.همدراز دې وويل، چې پخوا يي د يادې موضوع په اړه د افغانستان بانک له چارواکيو سره خبرې کړې وې او ترې غوښتې يي وو، چې د کابل بانک د چارو د تنظيم په اړه دې اړين اقدامات وکړي

خو د کابل بانک رييس وويل، چې د هغوى نومونه به، د موضوع په اړه تر نورو پلټنو وروسته څرګند شي

په نننۍ ناسته کې د ولسي جرګې يو شمېر غړو د افغانستان بانک رييس له دې امله، چې د يو شمېر کسانو نومونه يې ياد کړل وستايه او ملاتړ يې ورڅخه اعلان کړ، خو ځينو نورو د افغانستان بانک چارواکي د کابل بانک په قضيه کې په لاس لرلو تورنول.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي عبدالقيوم سجادي د افغانستان بانک مشر ته په خطاب کې وويل له تانه ډېره مننه، چې د يادو کسانو د نومونو د اخيستلو جرئت دې وکړپه ولسي جرګه کې د کابل استازي شېرولي وردګ وويل: دا چې دغه جرئت دې وکړ، چې د دغو کسانو نومونه واخلئ، د امنيت په ساتلو کې موږ ټول د ولسي جرګې غړي له تا سره يو

خو د يادې جرګې غړيو رمضان بشردوست او محمد نعيم لالي دعوه وکړه، چې د افغانستان بانک رييس په دې قضيه کې لاس لري،بشردوست د افغانستان بانک رييس ته وويل: ته ديکتې شوى يې، چې دغه نومونه دې واخيستل، ته مستقيم په دغه قضيه کې لاس لرې او په دې مه وېرېږه، چې تا به څوک مړ کړي، ځکه ته د هغوى لپاره د شېدو غوا يې او د شېدو غوا څوک نه حلالوي،د بشردوست دغو څرګندونو د جرګې د يو شمېر غړو غوسه راوپاروله او له رييس څخه يې غوښتنه وکړه، چې پر نوموړي دې د ولسي جرګې له داخلي دندو سره سم انضباطې تدابير عملي کړي،وروسته بشردوست د ولسي جرګې د امنيتي مسوولينو له خوا د جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي په امر له تالار څخه وويستل شو،ولسمشر حامد کرزي د وري په ٢٢مه ويلي و، چې د بهرنيانو ناسمې مشورې د کابل بانک د بحران له لاملونو څخه دي..دغه راز هغه ياده کړې وه، که د دغه بانک هغه سهم لرونکي، چې په ناقانونه توګه يې له بانک څخه پيسې وېستې، په يوه مياشت کې خپل حسابونه تصفيه نه کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.کرزى وايي، چې کابل بانک د بې احتياطى، غلاوو او د بهرنيو مشاورينو د غلطو مشورو او په فساد کې د لاس لرلو له امله له بحران سره مخ شو.پای


April 28th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها